زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-24  |  2024-05-03  |  تازه شوی په: 2024/05/03 - 04:57:2 FA | AR | PS | EN
په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی            

تاريخ النشر: 2024/04/02 - 05:21:5
زيارة: 139
مشاركة مع الـأصدقاء

هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د دولتي مامورینو پر تقاعد بنديز لګولی
 هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د دولتي مامورینو پر تقاعد بنديز لګولی

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد جمع کول بند کړي ‌دي.

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده له خوا د ماليې وزارت ته په استول شوي حکم کې راغلي چې "د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل له مياشتې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد وضع کېدل بند شوي دي."

د طالبانو حکومت کې د ماليې وزارت يوې سرچينې هم د دغه فرمان پخلی کړی او وايي د دې حکم له مخې له دې وروسته "تقاعد نشته."

د طالبانو د مشر په فرمان کې د ماليې له وزارته غوښتل شوي‌ چې د ټولو شته نظامي او ملکي کارکوونکو په اړه معلومات چې په هغو کې "د ګومارنې نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړي. "

د ماليې وزارت کې يادې سرچينې ويلي، د هغو کسانو چې پخوا ترې تقاعد ګرځول شوی موضوع جلا ده او په اړه یې تراوسه حکم نه دی شوی. دا سرچینه زیاتوي چې دغه مکتوب په رسمي ډول مالیې وزارت ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسې د افغان متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهير له خنډونو سره مخ و. د تقاعد اخيستونکو سرټکاوه چې د طالبانو حکومت یې پيسې نه دي ورکړي او دا چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرايون دي.

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د روان میلادي کال په لومړیو ورځو کې د بي بي‌ سي پښتو د اېکس په خپرونه کې ويلي وو، د تقاعد د ورکړې قانوني ستونزې هوارې شوې او ډېر ژر به د دوی حقونه ورکړل شي.

نوموړي‌ زياته کړې وه چې د متقاعدينو د حقونو د ورکړې قانون تعديل شوی او ډېر ژر به د عدليې وزارت له خوا پلی شي. خو داسې ښکاري چې تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده.

افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او يا دا چې بايد یو کس ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.

افغانستان کې د تقاعدۍ امتياز اخيستونکو کره شمېر نه دی معلوم خو په تېرو کلونو کې د افغانستان ماليې وزارت د ۱۱۹ دولتي ادارو اړوند څه د پاسمه ۱۵۲ زره کسان ياد کړي وو چې د تقاعد حقونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت کې د ماليې وزارت تېر کال د متقاعدينو د معاش اړوند طرزالعمل د دوی مشر هبت الله اخندزاده ته استولی و.

هغه مهال د ماليې وزارت ويلي وو چې څلور ميليارده افغانۍ یې د متقاعدينو د معاش لپاره وربېلې کړې وې خو داسې ښکاري چې د طالبانو مشر نه دې منظورې کړې.

که څه هم ښاغلي اخندزاده په خپل فرمان کې د تقاد بندولو دلایل نه دي‌ وړاندي کړي،‌ خو ويل کېږي يو شمېر طالب مشرانو د خپل تعبیر له مخې له شرعي اړخه د متقاعدينو حقوق تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

د افغان پوځ‌ يو پخوانی افسر چې ۳۸ کاله یې خدمت کړی وړاندې بي‌ بي سي ته ويلي وو چې د تقاعد نه اخيستو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرايوان دی او د ژوند د ورځنيو چارو پر مخ بېولو لپاره یې په کور کې ساتلي سره زر خرڅ کړي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30897






*
*

*



قرأ

محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه


زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي


ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې


د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی


ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل


د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه


جرمني له چین څخه غوښتي چې روسیه د اوکراین جګړې ختمولو ته وهڅوي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلو غوښتي پر ایران برید ونه کړي


اسراییلو ته د ایران د برید په اړه وار د مخه استخباراتي معلومات رسول شوي وو


د تماس ډلې د جوړېدو ځنډېدل؛ پاکستان په دې ډله کې د هند له غړیتوب سره مخالفت کوي


د امنیتي تړون سازمان د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د روزا اوتونبایوا کتنه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي ‌د ټاکلو هڅې


اسراییلي ځواکونه د غزې له خان یونس ښار څخه په شا شول





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان